په۲۰۲۰کال کې طالبانو په افغانستان کې کابو 10زره حملې کړي دي
داپه داسې حال کې دي چې د کابل حکومت او طالبانو ډله دقطر په دوحې کې دبین الافغاني خبرواترو په اړه سره ناست دي او خداي دې وکړي چې نوره په افغانستان کې سوله راشي او د بې ګناه افغانان د وینو بهیدل هم ودریږي.
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان د ملی ا منیت دریاست سرپرست احمد ضیاء سراج پرون ددغه هیواد په مشرانو جرګې کې وئيلي دي ، د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه افغان ملی ا ردو د طالبانو ډلې کابو لس زره حملې په شاتنبولي دي .
احمد ضیاء سراج وئيلي دي ،طالبانو تر دې دمه د القاعدې ډلې پشمول له ترهه ګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي غوڅې کړي .
دافغانستان د ملی امنیت د ریاست سرپرست همداراز زیاته کړې ده ، داعش ترهه ګره ډلې په افغانستان کې ماته خوړلې او د بشپړ نابودۍ لپاره ئې هڅه دوام لري .