ایران او افغانستان په میلک پولې کې نوره آسانتیاوې هم برابروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92964-ایران_او_افغانستان_په_میلک_پولې_کې_نوره_آسانتیاوې_هم_برابروي
د ایران په جنوب کې سیستان او بلوچستان ولایت له پاکستان او افغانستان سره د څه دپاسه زر کلومیټره ګډو پولو په درلودلو سره دمیلک او میرجاوې سرحدي لارې لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 16, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • ایران  او افغانستان په میلک پولې کې نوره آسانتیاوې هم برابروي

د ایران په جنوب کې سیستان او بلوچستان ولایت له پاکستان او افغانستان سره د څه دپاسه زر کلومیټره ګډو پولو په درلودلو سره دمیلک او میرجاوې سرحدي لارې لري .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت داقتصادي چارو  دغږملونې مرستیال ماندانا زنګنه او د افغانستان له مرستیال والي سره  په کتنې کې  چې  د  ایران دمیلک او دافغانستان د زرنج  دپولې په سر شوي وئيلي دي ،په دغې کتنې کې د میلک دپولې په سر د کمښتونو ختمولو او لازیات رونټیا لپاره  اته مسودې تصویب شوي دي .

 زنګنه ددې خبرې په کولو سره چې  په میلک پوله ایزې برخې کې  دګاډو ډير تګ راتګ  او د ټریفک زیاتیدا د  ډرائيورانو د اندیښنو لامل کیږي ، وئیلي دي  وټاکل شوه  د ټریفک د اندازې د  کمولو لپاره په پولې کې  دمیاشتې په لسو ورځو کې   له سهار اوو بجو د شپې مهال تر لسو بجو پورې فعالیت دوام ومومي . له دې سره په یووخت د افغانستان د اقتصادي چارو د وزارت ویندوي شمروز خان  هم ووئيلي دي ،د افغانستان د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په روزنک سیمې او د ایران د خراسان رضوي ولایت د خواف ولسوالۍ په شمتیغ  سیمې کې د ایران او افغانستان د نوي ګمرک پوله هم جوړیږي چې د  خواف هرات د ریل لارې د دریمې قطعې وروستۍ تم ځاي دی.

 دسیستان او بلوچستان  مرستیال والي  همداراز  په میلک پولې کې  دآسانتیاؤ  ضرورت ته په اشارې سره  وئيلي دي ، دخلکو ګڼه ګوڼه او  له شخصي ګاډو د   ځینو برخو  خالی کول  هم په دغو لیدوکاتو کې  تصویب شوي چې  اجرا به ئې د پوله ایزو ادارو  او د تګ راتګ آسانتیاوې  له ځان سره ولري.  د ایران په جنوب کې سیستان او بلوچستان ولایت  له پاکستان او افغانستان   سره د څه دپاسه  زر کلومیټره ګډو پولو په درلودلو سره   دمیلک او میرجاوې سرحدي   لارې لري .