فراه کې ۲۰ افغان امنيتي عسکر وژل شوي
Sep 28, 2020 03:57 Asia/Kabul
وسلهوالو طالبانو د افغانستان فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی او ۲۰ امنیتي عسکر یې وژلي او ۱۰ نور یې ژوندي له ځانه سره بېولي دي.
د افغانستان فراه ولایت د ولایتي شورا وکیل ګل احمد فقیري پرون وویل، دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د میشتو امنیتي سرتېرو پر پوستو ډلهییز برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور طالبانو ژوندي نیولي او له ځانه سره یې بېولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات روان دي خو له بله پلوه په هیواد دننه جګړې زور اخیستی او هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ نه د مرګژوبلو خبرونه راځي.
ټیګونه