په دایکنډي کې په بم چاودنې کې ۱۵کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93246-په_دایکنډي_کې_په_بم_چاودنې_کې_۱۵کسان_ووژل_شول
د افغانستان په زیاترو سیمو کې د وسلوالو طالبانو جګړه مار خوځښتونه په داسې شرائطو کې دي ، د کابل دحکومت او دغې ډلې ترمینځ د روغې جوړې خبرې دستمبر له دولسمې نیټې دقطر په دوحې کې پيل شوي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2020 10:42 Asia/Kabul
  • په دایکنډي کې په بم چاودنې کې ۱۵کسان ووژل شول

د افغانستان په زیاترو سیمو کې د وسلوالو طالبانو جګړه مار خوځښتونه په داسې شرائطو کې دي ، د کابل دحکومت او دغې ډلې ترمینځ د روغې جوړې خبرې دستمبر له دولسمې نیټې دقطر په دوحې کې پيل شوي دي .

زمونږخبریال  له کابله راپور راکړ د  افغانستان دکورنیو چاروزوارت  ویندوي  وئيلي ،په دایکنډي ولایت کې د طالبانو په لاس په کیښودل شوي بم چاودنې کې  پنځلس کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي .

 همداراز له ننګرهاره هم زمونږ خبریال راپور راکوي،د افغانستان په ختیځي ولایتونوکې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویندوي  محمد هارون یوسفزی وایي بیګاوسله والو طالبانو غوښتل د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر امنیتی ځواک  بریدونه وکړي چې دافغان هوایی ځواک پرې سخته بمباري کړې  چې له امله ئې یوشمیر یوشمیر وسلوال مړه او ټپیان شوي دي  .

د افغانستان په زیاترو سیمو کې د وسلوالو طالبانو جګړه مار خوځښتونه په داسې شرائطو کې دي ،  د کابل دحکومت او دغې ډلې ترمینځ  د روغې جوړې خبرې  دستمبر له دولسمې نیټې دقطر په دوحې کې پيل شوي دي . البته ددغو خبرواترو  کومې مثبتې نتیجې تر دې دمه  افغان ولس  نه دي لیدلي ان دا چې  په دغو شپو ورځو کې په درست افغانستان کې شخړې او دیونو بهیدا لاپسې زیاته شوې هم ده .