افغان چارواکي وایی ډېر ژربه د پاکستاني وېزود وېش لړۍ پیل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93308-افغان_چارواکي_وایی_ډېر_ژربه_د_پاکستاني_وېزود_وېش_لړۍ_پیل_شي
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه راز ویلي چې له ۲۰۰ زیات پاکستانیان او یو شمېر افغانان د تورخم له لارې ننګرهار ته را ستانه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2020 10:14 Asia/Kabul
  • افغان چارواکي وایی ډېر ژربه د پاکستاني وېزود وېش لړۍ پیل شي

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه راز ویلي چې له ۲۰۰ زیات پاکستانیان او یو شمېر افغانان د تورخم له لارې ننګرهار ته را ستانه شوي دي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د تورخم دروازې له لارې په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۶ سوه هغه افغانان چې ویزې یې درلودې پاکستان ته تللي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه راز ویلي چې له ۲۰۰ زیات پاکستانیان او یو شمېر افغانان د تورخم له لارې ننګرهار ته را ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده د وروستي اعلان له مخې نن هم مسافرین د ویزې په درلودلو سره تګ راتګ وکړي او د سرچینې په خبره ټاکل شوې ډیر ژر د ویزو ورکولو لړۍ هم پیل شي.

د تورخم دروازه د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې د دواړو غاړو د مسافرو پرمخ تړل شوې وه چې ډېری مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي وو.