افغان چارواکي وایی ډېر ژربه د پاکستاني وېزود وېش لړۍ پیل شي
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه راز ویلي چې له ۲۰۰ زیات پاکستانیان او یو شمېر افغانان د تورخم له لارې ننګرهار ته را ستانه شوي دي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د تورخم دروازې له لارې په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۶ سوه هغه افغانان چې ویزې یې درلودې پاکستان ته تللي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه راز ویلي چې له ۲۰۰ زیات پاکستانیان او یو شمېر افغانان د تورخم له لارې ننګرهار ته را ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده د وروستي اعلان له مخې نن هم مسافرین د ویزې په درلودلو سره تګ راتګ وکړي او د سرچینې په خبره ټاکل شوې ډیر ژر د ویزو ورکولو لړۍ هم پیل شي.
د تورخم دروازه د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې د دواړو غاړو د مسافرو پرمخ تړل شوې وه چې ډېری مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي وو.