په دهراوود ولسوالۍ کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93326-په_دهراوود_ولسوالۍ_کې_۶۷_وسله_والو_طالبانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
هغه وايي پلان لري څو ددغه ولايت ګيزاب او دهراوود ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نور هم وځپي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2020 09:56 Asia/Kabul
  • په دهراوود ولسوالۍ کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

هغه وايي پلان لري څو ددغه ولايت ګيزاب او دهراوود ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نور هم وځپي.

د افغانستان د ارزګان سيمه ییز چارواکي وايي د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو او ځوابي بريدونو پرمهال ۳۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۵ نورټپيان دي.

دارزګان د څلورمې ليوا وياند اقامحمد صافی وايي، افغان ځواکونو د دهراوود ولسوالۍ په لنډیانې سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي چې د ۲۶ وسله والو طالبانو مړی هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

نوموړی وايي په دې بريدونو او عملياتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمير وسلي هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

هغه وايي پلان لري څو ددغه ولايت ګيزاب او دهراوود ولسوالۍ کې وسله وال طالبان نور هم وځپي.

دا بریدونه په داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې چارواکو د ارزګان په دهراوود او ګیزاب ولسوالیو کې د لسګونو امنیتي عسکرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.