دپلچرخی بندیان خپل لوږتړ ته دوام ورکوي
دغه راز زندانیان ادعا کوي چې ځیني د پیسو په بدل کې خوشې کیږي. دوی وايي تر څو یې چې ستونزو ته رسېدنه نه وي شوي اعتصاب به یې روان وي.
د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د لوږتړکوونکو زندانیانو ځینې غوښتنې ددوې له صلاحیته پورته دي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې راجع کړي دي.
ددغې ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي، ددې بندیانو غوښتنې به د عدلي او قضايي ځانګړې کمیټې په ناسته کې وارزول شي.
د نوموړي په وینا ټاکل شوې ده نن د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ د عدلي او قضايي ځانګړې کمیټې ناسته جوړه شي چې د دوی په اړه به په کې لازمې پرېکړې وشي.
د ښاغلي بایاني په خبره د اعتصاب کوونکو زندانیانو زیاتره غوښتنې عدلي او قضايی ارګانونو ته متوجه دي.
ددې ادارې د معلوماتو له مخې هغه زندانیانو چې له تېرو درې ورځو راهیسې یې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی د عمومي بخښې غوښتنه کوي او د پوځیانو، د مخدروموادو دقاچاق کوونکو، ناروغانو او سپین ږیرو په اړه د بخښنې په فرمانونو کې شاملېدل غواړي.
په ورته مهال د افغانستان د څرخي پله زندان کې یو شمېر بندیان وايي، پر اعتصاب یې اته ورځې تیریږي خو هیڅ پام ورته نه دی شوی.
د دوی په خبره چې تر اوسه یې د ستونزو د حل لپاره اقدام نه دی شوی، او کوم څوک چې د بخښنې په فرمان کې راغلي وي نه خوشې کیږي او خپل او خپلوان یې اجازه نه لري چې له دوی سره وویني.
دغه راز زندانیان ادعا کوي چې ځیني د پیسو په بدل کې خوشې کیږي. دوی وايي تر څو یې چې ستونزو ته رسېدنه نه وي شوي اعتصاب به یې روان وي.
د زندانونو د تنظیم ادارې د اعتصاب کوونکو زندانیانو د شمیر په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وايي اوس په دغه زندان کې څه کم ۷۰۰۰ بندیان ساتل کېږي.