که خبري ناکامه شي نوافغانستان به په دوهمې سورئې بدل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93395-که_خبري_ناکامه_شي_نوافغانستان_به_په_دوهمې_سورئې_بدل_شي
د زلمي خلیلزاد څرګندونې په داسې حال کې دي چې دطالبانو ډلې او دافغانستان د حکومت ترمینځ دسولې خبرې اترې چې دامریکا د نفوذ په اعمالیدا سره روانې دي ، له څو پړاؤنو وروسته هم هماغه راز بې نتیجې پاتې دي او د افغان ولس لپاره ئې د هیڅ مثبت اړخ هیله هم نشته .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 07, 2020 08:33 Asia/Kabul
  • که خبري ناکامه شي نوافغانستان  به په دوهمې سورئې بدل شي

د زلمي خلیلزاد څرګندونې په داسې حال کې دي چې دطالبانو ډلې او دافغانستان د حکومت ترمینځ دسولې خبرې اترې چې دامریکا د نفوذ په اعمالیدا سره روانې دي ، له څو پړاؤنو وروسته هم هماغه راز بې نتیجې پاتې دي او د افغان ولس لپاره ئې د هیڅ مثبت اړخ هیله هم نشته .

زمونږخبریال  دطلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ و د افغانستان په چارو کې  د امریکا  ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  چې په دوحې کې دیره دی ، په قطر کې  د افغان حکومت او طالبانوډلې ترمینځ د سولې  دخبرواترو  پرمختګ هیله منونکی بللی او وئيلي ئې دي ، پّ دغه هیواد کې د اختلافاتو حل  د تاؤتریخوالو له کمیدا سره مرسته کوي .

 دغه افغان توکمه  امریکائي ډيپلوماټ  مدعی شوی  چې واشنګټن هڅه کوي ،څو دواړه لوري  په افغانستان کې  دجنګ ختمولو ، د اور بند او  د سولې ټينګولو ته وهڅوي .

  د زلمي خلیلزاد څرګندونې په داسې حال کې دي چې دطالبانو ډلې او  دافغانستان د حکومت ترمینځ دسولې خبرې اترې  چې دامریکا د نفوذ په  اعمالیدا سره روانې دي ، له څو پړاؤنو  وروسته هم  هماغه راز بې نتیجې پاتې دي او د افغان ولس لپاره ئې د هیڅ مثبت اړخ  هیله هم نشته .

داپه داسې حال کې دي چې  نن سهار وختی  هم یو ځل بیا د  افغانستان د کاپیسا ولایت د تګاؤولسوالۍ  له  ودانۍ سره نزدې چاودنه شوې چې دیوې ښځې پشمول پکې درې کسان وژل شوي دي . کاپیسا ولایت د افغانستان  یو ترټولو ناکراره ولایت دی او  طالبانو تل پکې پراخ شتون  درلودلی دی. همداراز دبلخ ولایت  دمزار شریف ښار په حیراتان بندري ښارګي کې  هم نن سهار په بم چاودنې کې یو شمیر کسان ټپيان شوي دي . همداراز نن سهار وختی دهلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې  هم په بم چاودنې کې درې افغان پوځیان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي .

 

Image Caption
Image Caption