په افغانستان کې ۱۹ کسان په مختلفوجرمونونیول شوي
نیول شوی کس د نشه يي توکو یو لوي قاچاقبر دی او دې کس تر دې دمخه د څه باندې (۵۰۰) کیلوګرامه نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لرلی دی.
زمونږ خبریال له غزني راپور راکړ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼې کې وئيل شوي دي،د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د بغلان، هرات، تخار او میدان وردګو ولایتونو په اړوند سیمو کې په بیلابیلو عملیاتو کې ۹ تنه د نشه يزو توکو د پير پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
خبر پاڼه زیاتوي په دغو کسانو کې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې پنځه قاچاقبران له (۱۱) کیلوګرامه چرسو او هیرویینو سره، د هرات ښار په پنځمه او شپږمه ناحیو کې (۲) د نشه يي توکو پلورونکي او همدارنګه په تخار کې هم د نشه يي توکو یو تن پلورونکی له یو اندازه چرسو، ښيښه او هیرویینو سره یو ځای نیول شوي دي.
دخبر پاڼې په حواله همداراز؛ یادو ځواکونو د میدان وردګ ولایت په میدان ښار کې هم د نشه يي توکو یو لوي قاچاقبر نیولی دی.
خبر پاڼه وایي نیول شوی کس د نشه يي توکو یو لوي قاچاقبر دی او دې کس تر دې دمخه د څه باندې (۵۰۰) کیلوګرامه نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لرلی دی.
ددې تر څنګ دیو بل خبر له مخې خبر پاڼه وايي د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په تېرو ۴۸ساعتونوکې د بیلابیلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې (۱۰) تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، نهمې، لسمې، یوولسمې او نولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د وسایطو د پلېټ نمبرونو د غلا، لواطت او شکونې په تړاو او همدارنګه د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور میله تفنګچې هم ترلاسه شوې دي.