تر دسمبرپورې درست امریکائي عسکرله افغانستانه وباسوو
د افغانستان طالبانو ډلې د امریکا د ولسمشر ددغه اقدام هرکلی کړی او وئيلي ئې دي ، له افغانستانه د امریکائي عسکرو ویستل مثبت اقدام دی او په دغه کار سره به د افغانستان سوله یقیني شي
زمونږخبریال راپور راکړ د امریکا ولسمشرډونالد ټرمپ چې په همدا وروستیو کې په کرونا له ککړتیا وروسته بستري شوی ؤ او بیرته سپینې ماڼۍ ته ستون شوی ،په داسې شرائطو کې چې د قطر په دوحې کې د افغان حکومت اوطالبانوډلېترمینځ د سولې خبرې لانهدي پيل شوي او کابو یوه میاشت کېږي چې دواړه لوري پرطرزالعمل موافقېته نهدي رسېدلي وئيلی دي،سږکال تردسمبر پاي پورې به له افغانستانه درست پوځيان وباسي .
ډونالډټرمپ بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلی دي،تر کرسمس پورې باید په افغانستان کې پاتېدرست امریکائي پوځیان بیرته خپل هیواد ته وګرځي او نور دافغانستان ملی اردو او پولیس باید خپل کورپخپله وساتي.
همداراز الجزیره ټيلیویژني چینل پخپل یوه فوري خبر کې وئيلي دي ،د افغانستان طالبانو ډلې د امریکا د ولسمشر ددغه اقدام هرکلی کړی او وئيلي ئې دي ، له افغانستانه د امریکائي عسکرو ویستل مثبت اقدام دی او په دغه کار سره به د افغانستان سوله یقیني شي او په دوحې کې د طالبانو ډ لې او امریکائي استازو ترمینځ دشوي موافقې یوه بله ماده هم پوره کیږي . دطالبانو ډلې ویندوي ذبیح ا... مجاهد پخپل یوه بیان کې وئيلي دي طالبان له امریکا سره شوي موافقې ته بشپړ ژمن دي البته که مقابل لوری خپلې ټوله ژمنې پوره کړي ،نوحتما به په افغانستان کې نوره د وینو بهیدا او جنګ جګړې پاي ته ورسیږي .
په دې اړه د خبر ترمخابیره کیدا پورې د افغانستان د حکومت کوم غبرګون نه دي اعلان شوی .