طالبانود افغانستان دسولې خبرې اترې بندون ته رسولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93470-طالبانود_افغانستان_دسولې_خبرې_اترې_بندون_ته_رسولي_دي
طالبانو ډله هرڅه ته د توپیر په سترګه ګوري او د میرمنو،داسلامی مذهبونو دپيروکارو او لږکیو په نسبت توپیرناک چلند کوي،خو د حکومت مرکچي ټيم د درستو خلکو نمایندګي کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2020 02:27 Asia/Kabul
  • طالبانود افغانستان  دسولې خبرې اترې بندون ته رسولي دي

طالبانو ډله هرڅه ته د توپیر په سترګه ګوري او د میرمنو،داسلامی مذهبونو دپيروکارو او لږکیو په نسبت توپیرناک چلند کوي،خو د حکومت مرکچي ټيم د درستو خلکو نمایندګي کوي .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان  د ولسمشر دوهم مرستیال پرون ناوخت په کابل کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې  وئيلي دي د طالبانو ډلې له خوا د جنګ سختول  او د اور بند نه منل  او  دغه راز  د افغانستان  د حکومت او ددغې ډلې ترمینځ دبین الافغاني خبرواترو  په ایجنډا کې  د ځينو خاصو موضوعګانو  په ورځاي کولو ددغې ډلې دمشرانو ټينګار ،  دسولې د خبرواترو  بندون ته د کاږلو لامل شوی دی . 

سرور دانش د خبرواترو دایجنډا د ټاکلو لپاره د  کابل دحکومت او طالبانو ډلې  دپلاؤ  د نظر اختلاف ته په اشارې سره  وئيلی دي ،طالبان ټینګار کوي ،له امریکا سره ددغې ډلې څه موده مخکې موافقه   دهرڅه اساس او مرجع  د ه ، په داسې حال کې چې  حکومت وړاندیز کړی  د هرڅه اساس او مرجع باید قرآن او سنت او یا شریعت وي .

 داشرف غني مرستیال  روښانه کړې ده،طالبانو ډله  هرڅه ته د توپیر په سترګه ګوري او د میرمنو،داسلامی مذهبونو دپيروکارو او لږکیو په نسبت  توپیرناک چلند  کوي،خو  د حکومت مرکچي ټيم  د درستو خلکو نمایندګي کوي . سرور دانش  همداراز په افغانستان کې داسلامی جمهوری نظام په ساتلو ټيڼګار کړی  او وئيلي ئې دي ، ټول باید  د جمهوریت تر نظر لاندې  وي.