طالبانود افغانستان دسولې خبرې اترې بندون ته رسولي دي
طالبانو ډله هرڅه ته د توپیر په سترګه ګوري او د میرمنو،داسلامی مذهبونو دپيروکارو او لږکیو په نسبت توپیرناک چلند کوي،خو د حکومت مرکچي ټيم د درستو خلکو نمایندګي کوي .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال پرون ناوخت په کابل کې په یولړ دستورو کې پخپلې وینا کې وئيلي دي د طالبانو ډلې له خوا د جنګ سختول او د اور بند نه منل او دغه راز د افغانستان د حکومت او ددغې ډلې ترمینځ دبین الافغاني خبرواترو په ایجنډا کې د ځينو خاصو موضوعګانو په ورځاي کولو ددغې ډلې دمشرانو ټينګار ، دسولې د خبرواترو بندون ته د کاږلو لامل شوی دی .
سرور دانش د خبرواترو دایجنډا د ټاکلو لپاره د کابل دحکومت او طالبانو ډلې دپلاؤ د نظر اختلاف ته په اشارې سره وئيلی دي ،طالبان ټینګار کوي ،له امریکا سره ددغې ډلې څه موده مخکې موافقه دهرڅه اساس او مرجع د ه ، په داسې حال کې چې حکومت وړاندیز کړی د هرڅه اساس او مرجع باید قرآن او سنت او یا شریعت وي .
داشرف غني مرستیال روښانه کړې ده،طالبانو ډله هرڅه ته د توپیر په سترګه ګوري او د میرمنو،داسلامی مذهبونو دپيروکارو او لږکیو په نسبت توپیرناک چلند کوي،خو د حکومت مرکچي ټيم د درستو خلکو نمایندګي کوي . سرور دانش همداراز په افغانستان کې داسلامی جمهوری نظام په ساتلو ټيڼګار کړی او وئيلي ئې دي ، ټول باید د جمهوریت تر نظر لاندې وي.