د کابل ترڅوکلومیټرۍپورې هم حکومت د امنیت د ټينګولو توان نه لري
طالبان په داسې حال کې د افغانستان حکومت دامنیت په تامینولو کې په بې وسۍ تورنوي ، چې ځيني کارپيژاند باؤري دي ،په تیرو دوو لسیزو کې د مرکزي حکومت په ضد ددغې ډلې جنګ ،په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د رامینځة کیدا مخنیوی کړی دی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، طالبانو ډلې دافغانستان په کابل ښارکې د جرمونو د زیاتیدا په اړه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ادعا کړې ، ددغو جرمنو زیاتیدا ، له جنایتکارو او غلو سره د افغان حکومت د چارواکو د ملګرتیا په دلیل ده او د کابل ښار په شاوخوا کې چې طالبان شتون لري ،د غلو او شمیر کم شوی دی .
طالبانو ډله په دغې خبرتیا کې مدعي شوي پر افغانستان د دغې ډلې دحاکمیّت په وخت کې ددغه هیواد په درستو سیمو کې د امنیت د ټینګیدا مثال ورکول کید، او اوس هم ددغې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو لپاره د ډاډمن او کرار ژون فضا برابره شوې ده .
د ګالوپ څيړنیزې موسیسې راپور هم له دې مخکې افغانستان په ۲۰۱۸کال کې د نړۍ تر ټولو ناکراره هیواد اعلان کړی او ددغه راپور په اساس افغانستان د قانون او نظم په ګراف کې تر ټولو لاندې امتیاز لري .