د کابل ترڅوکلومیټرۍپورې هم حکومت د امنیت د ټينګولو توان نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93474-د_کابل_ترڅوکلومیټرۍپورې_هم_حکومت_د_امنیت_د_ټينګولو_توان_نه_لري
طالبان په داسې حال کې د افغانستان حکومت دامنیت په تامینولو کې په بې وسۍ تورنوي ، چې ځيني کارپيژاند باؤري دي ،په تیرو دوو لسیزو کې د مرکزي حکومت په ضد ددغې ډلې جنګ ،په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د رامینځة کیدا مخنیوی کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2020 02:50 Asia/Kabul
  • د کابل ترڅوکلومیټرۍپورې هم  حکومت د امنیت د ټينګولو توان نه لري

طالبان په داسې حال کې د افغانستان حکومت دامنیت په تامینولو کې په بې وسۍ تورنوي ، چې ځيني کارپيژاند باؤري دي ،په تیرو دوو لسیزو کې د مرکزي حکومت په ضد ددغې ډلې جنګ ،په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د رامینځة کیدا مخنیوی کړی دی .

تسنیم  خبری آژانس راپور ورکړی ، طالبانو ډلې   دافغانستان په کابل ښارکې د جرمونو د زیاتیدا په  اړه  د یوې خبرتیا په خپرولو سره ادعا کړې ، ددغو جرمنو زیاتیدا ،  له جنایتکارو او غلو سره د افغان حکومت د چارواکو د ملګرتیا په دلیل ده  او د کابل ښار په شاوخوا کې چې طالبان شتون لري ،د غلو او   شمیر کم شوی دی .

 طالبانو ډله  په دغې خبرتیا کې مدعي شوي  پر افغانستان د دغې ډلې  دحاکمیّت په وخت کې  ددغه هیواد په درستو سیمو کې    د امنیت  د ټینګیدا مثال ورکول کید، او اوس هم  ددغې ډلې تر کنټرول لاندې  سیمو کې د خلکو لپاره د ډاډمن او کرار  ژون فضا برابره شوې ده .

د ګالوپ څيړنیزې موسیسې  راپور  هم  له دې مخکې  افغانستان په ۲۰۱۸کال کې د  نړۍ تر ټولو ناکراره هیواد  اعلان کړی او  ددغه راپور په اساس افغانستان د قانون او نظم په ګراف کې تر ټولو لاندې امتیاز لري .