په لغمان کې بم چاودنې بیا د یوشمیر کسانو وینه وبهوله
دغه حملې اوبمي چاودنې په داسې حال کې په اوڅاره توګه بیا په زیاتیدا دي چې د قطر په دوحې کې د طالبانو ډلې او افغان حکومتي پلاؤ ترمینځ دخبرواترو پر ایجنډا خبرې اترې هماغه راز له ترینګلتیاؤ سره مخامخ دي او د ا افغان ولس دی چې هماغه شان ئې وینه تویږی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړد افغانستان د لغمان د والی ویندوي وئيلیدي،دغه چاودنه نن سهارداسې مهال شوي چې په مهترلام ولسوالۍ کې د پولیسو دیوه افسر ګاډی پر ماین وخوت چې له امله ئې د پولیسو افسر سره دخپلو دوومامورانو وژل شوی او شپاړس نور کسان پکې ټپیان شوي دي .
بل خبر دا چې د بدخشان دپولیسو ویندوي هم نن وئيلي دي،طالبانو نن په بدخشان ولایت کې د فیص آباد- بهارک په لاره کې دپولیسو په یوې پستې حمله کړې چې له امله ئې درې پولیس وژل شوي دي .