په افغانستان کې دامریکامبهم پوځي وضعیّت پوښتنې راپاروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93575-په_افغانستان_کې_دامریکامبهم_پوځي_وضعیّت_پوښتنې_راپاروي
ډاکټر عبدا... زیاته کړې له افغانستانه د امریکائي پوځيانو د ویستلو لپاره ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ ښکاره ګروهنه لامل شوې څو په بین الافغاني خبرواترو کې طالبانو ډله د دولسیز داخلی جنګ د ختمیدا په خاطر خپلې غوښتنې لازیاتې کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2020 10:32 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دامریکامبهم پوځي وضعیّت پوښتنې راپاروي

ډاکټر عبدا... زیاته کړې له افغانستانه د امریکائي پوځيانو د ویستلو لپاره ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ ښکاره ګروهنه لامل شوې څو په بین الافغاني خبرواترو کې طالبانو ډله د دولسیز داخلی جنګ د ختمیدا په خاطر خپلې غوښتنې لازیاتې کړي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان دملی  مصالحې لوړې شورا مشر عبدا... عبدا...په یوې مرکې کې چې دانګلستان په فاینینشل ټائمز خپرونې کې خپره شوي وئيلي دي،یوه امریکائي چارواکي هم دامریکائي پوځ د وضعیّت په باب شفاف  خبرې  نه دي کړي  او دا وضعیّټ پوښتنې راپارونکی دی .

 ډاکټر عبدا...  همداراز زیاته کړې  له افغانستانه  د امریکائي پوځيانو د ویستلو لپاره ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ ښکاره ګروهنه  لامل شوې څو  په بین الافغاني خبرواترو کې  طالبانو ډله   د دولسیز داخلی جنګ  د ختمیدا په خاطر  خپلې غوښتنې لازیاتې کړي .

د امریکا  ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ په یوه ټولنیز پیغام کې مدعی شوي  چې  امریکائي پوځیانو به  سږکال تر کرسمس دستورو پورې  خپل هیواد ته ستانه شي . 

 په افغانستان کې د جنګ جګړو دختمیدا لپاره  د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  د افغانستان د سولې خبرې اترې  دستمبر له دولسمې نیټې په قطر کې  پیل شوي خو  تر دې دمه  ئې د افغان ولس لپاره هیڅ مثبت نتیجه نه ده درلودلې  او  دغه خبرې اترې هم  دامریکائي لاسوهنو په دلیل  دشکونو په شپول کې  دي .