خلیزاد صیب!په افغانستان کې به تاؤتریخوالی کم کړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93577-خلیزاد_صیب!په_افغانستان_کې_به_تاؤتریخوالی_کم_کړو
له افغانستانه رارسیدلي راپورونه ددې ښودنه کوي ،چې د طالبانو ډلې وسلوالو د قطرپه دوحې کې د افغانستان له حکومت سره دخبرواترو له پیلیدا سره په یووخت ، په افغانستان کې خپلې حملې اوبمي چاودنې نه یوازې کمې کړي نه دي ،بلکې دغه تاؤتریخوالي او اخ و ډب او دعامو خلکو د وینې بهیدا لازیات شوې هم ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2020 10:55 Asia/Kabul
  • خلیزاد صیب!په افغانستان کې به تاؤتریخوالی کم کړو

له افغانستانه رارسیدلي راپورونه ددې ښودنه کوي ،چې د طالبانو ډلې وسلوالو د قطرپه دوحې کې د افغانستان له حکومت سره دخبرواترو له پیلیدا سره په یووخت ، په افغانستان کې خپلې حملې اوبمي چاودنې نه یوازې کمې کړي نه دي ،بلکې دغه تاؤتریخوالي او اخ و ډب او دعامو خلکو د وینې بهیدا لازیات شوې هم ده .

فرانس پریس خبري آژانس راپورورکړی،د افغانستان په چارو کې دامریکا ځانګړي استازي  چې دم ګړۍ  په قطر کې دافغانستان له حکومت سره  په خبرو  بوخت دی ، وئيلی دي،طالبانو ډلې ژمنه ورکړې څو په افغانستان کې جنګ جګړې او مرګ ژوبلې کموي .

 خلیلزاد  زیاته کړې و  هغه تل  له طالب استازو سره په تماس کې دی .

   له افغانستانه رارسیدلي راپورونه  ددې ښودنه کوي ،چې  د طالبانو ډلې  وسلوالو د قطرپه دوحې کې د افغانستان له حکومت سره  دخبرواترو له پیلیدا سره په یووخت ، په افغانستان کې خپلې حملې اوبمي چاودنې نه یوازې کمې کړي نه دي ،بلکې دغه تاؤتریخوالي او اخ و ډب او دعامو خلکو د وینې بهیدا لازیات شوې هم ده . 

داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ملګروملتو دنمایندګۍ دفتر یوناما هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي درست ښکیل لوري دې په افغانستان کې د جنګ جګړو دختمولو لپاره  دخبرواترو له لارې د یوې سوله ایزې  حل لارې په ترلاسه کولو خپلې هڅې متمرکزې کړي .

   داپه داسې  حال کې دي چې د افغانستان دچارو  ډيری کارپوهان او شناندي په دې اند دي چې د طالبانو ډلې او امریکا ترمینځ شوي موافقه لامل شوي  څو په افغانستان کې د وسلوالو ناکارندوالي باندې برغولی کیښودل شي او  دغه جنګ جګړې او تاؤتریخوالي هماغه راز د افغان ولس وینه او ژوند له خطرو سره   مخامخ کړي .