په غور ولایت کې بم چاودنې د لسګونوکسانووینه وبهوله
د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو د افغانستان خلک او چارواکي په دې اند دي چې په دوحې کې د طالبانو او کابل حکومت د استازو ترمینځ د کیدونکو خبرواترو په درشل کې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي چې د دوحې خبرې اترې ئې هم تر یوه حده تر اغیزو لاندې راوستي دي .
زمونږخبریال راپور راکړد افغانستان په غور ولایت کې په فیروزکوه ولسوالۍ کې د پولیسو دقوماندانۍ په وړاندې په بم چاودنې کې لس کسان وژل شوي او دغه راز کابو شل نورهم ټپیان شوي دي .
وئيل کیږي،ځینی ټپیان مرګي حاله دي .
پرون هم دغور ولایت په فیروز کوه ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي ګاډی په لاره کې په بم چاودنې کې شپږ عام افغانان وژل شوي وو .