په بدخشان ولایت کې هم یوشمیرسیمې د طالبانو منګولو ته لویدلي
په تیرې یوې اونۍ کې د افغانستان دا دوهم ولایتي مرکز دی ، چې ځينی برخې ئې دطالبانو منګولو ته لویږي . پرون ناوخته هم وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په شاوخوا کې باباجي سیمه نیولې ده .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان بدخشان ولایت د پولیسو ویندوي ثناا... روحاني وئيلي دي ، په تیرو درو ورځو کې د افغان عسکرو او طالبانو ترمینځ نښتو کې وسلوال طالبان بریالي شوي څو د فیض آباد ولسوالۍ اتمه ناحیه ونیسي .
هغه زیاته کړې په دغو نښتو کې ۲۹وسلوال طالبان او اته امنیتی ماموران وژل شوي او د درو پوځیانو پشمول ۶۷نور کسان ټپیان شوي دي .
په تیرې یوې اونۍ کې د افغانستان دا دوهم ولایتي مرکز دی ، چې ځينی برخې ئې دطالبانو منګولو ته لویږي . پرون ناوخته هم وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په شاوخوا کې باباجي سیمه نیولې ده .
همداراز د افغانستان د کندوز د والی ویندوی عصمت ا... مرادي هم نن وئيلی دي ،وسلوالو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په پستو په حملو سره درې امنیتی عسکر وژلي او دوه نور ئې هم ټپیان کړي دي . البته ځيني سرچینې د اتو مامورانو د وژلو خبر ورکوي .
داپه داسې حال کې دي چې د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري بیا په یفتل بالا سیمه کې د اتمې ناحیې سقوط نهمني، البته وائي ، له دغه ځایه امنیتي ځواک تاکتیکي شا تګ کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري بیا په یفتل بالا سیمه کې د اتمې ناحیې سقوط نهمني، البته وائي ، له دغه ځایه امنیتي ځواک تاکتیکي شا تګ کړی دی.