ملګري ملتونه په تخار کښې د دولسو ماشومانو د وژلې جاج اخلي
Oct 23, 2020 11:58 Asia/Kabul
ملګري ملتونه وايي، په تخار ولایت کې پر یوې مدرسې د هوايي بريدونو له امله د ١٢ ماشومانو د وژلو په اړه څېړنه کوي.
په کابل کې د ملګروملتونو دفتر ویلي، چې د ترسره شوي برید په اړه د دوی د روانو پلټنو پایلې به له بشپړېدو څخه وروسته په ډاګه کړي.
د تخار د والي وياند جواد هجري وايي دغه برید چې وړمه ورځ له غرمې وروسته د مرکز اړوند د هزاره قشلاق په قلبرس سيمه کې پر یوې مدرسې وشو پکې د نجونو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دغه برید کې د ماشومانو وژل کېدل رد کړي دي.
نوموړي ویلي، په دغه برید کې هغه کسان په نښه شوي دي چې امنیتي سرتیري یې وژلي وو.
ټیګونه