افغانستان او هندوستان کښې کرونا ناروغي لازیاته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93751-افغانستان_او_هندوستان_کښې_کرونا_ناروغي_لازیاته_شوې
هندوستان کښې په کرونا وایرس ککړ ۵۳ زره نور کسان پیژندل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2020 04:11 Asia/Kabul
  • افغانستان او هندوستان کښې کرونا ناروغي لازیاته شوې

هندوستان کښې په کرونا وایرس ککړ ۵۳ زره نور کسان پیژندل شوې دي.

هندوستان کښې په کرونا وایرس ککړ ۵۳ زره نور کسان پیژندل شوې دي.

له نوي ډیلي څخه د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې خبریال پرون رپورټ رالیږلې چې تر دې دمه په هندوستان کښې په کوویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمیر ۷ میلیون او ۸ لاکه ۱۴ زره او ۶۸۲ کسانو ته رسیدلې چې ترېنه ۷ میلیونه، ۱۶ زره او ۴۶ کسان ښه شوې دي.

د هندوستان روغتیا وزارت هم داشان ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۶۵۰ نور هندي ښاریز د کرونا له امله مړه شوي چې ورسره د مړو ټولو شمیر ۱ لاک ۷۰ زره او ۹۵۶ تنو ته ورسید.

له بلې خوا د افغانستان روغتیا وزارت هم پرون وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د ۸۱ نورو کرونايي ناروغانو په پیژندل کیدو سره په دغه هیواد کښې به کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۴۰ زره او ۷۷۰ کسانو ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت د اعلان له مخې په دغه موده کښې هم داشان په کرونا ککړ څلور ناروغان مړه شوي او تر دې دمه ټول ټال ۱ زر او ۵۱۱ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.