دافغانستان د بحران یوازینی حل دموقتي حکومت جوړول دي
ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې پاکستان ته په سفر تللی ؤ او ددغه هیواد له لوړپوړو سیاسی اوپوځي چارواکو سره ئې لیده کاته کړي ؤ چې البته پاکستان ته د حزب اسلامی د حکمتیار ډلې دمشر دغه سفر په افغانانو کې یو لړ غبرګونونه هم درلودلي وو .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان حزب اسلامی حکمتیار ډلې مشرګلبدین حکمتیار نن په کابل کې په خبري ناستې کې وئيلي دي،طالبانو ډله د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او ددغه هیواد دمشکلاتو یوازینۍ حل لاره د یوه موقته حکومت جوړول دي .
حکمتیار وئيلي دي ،پاکستان هغه ته ډاډ ورکړی چې دافغانستان د سولې دخبرواترو په بهیر کې به صادقانه کار وکړي .
ګلبدین حکمتیار څو ورځې مخکې پاکستان ته په سفر تللی ؤ او ددغه هیواد له لوړپوړو سیاسی اوپوځي چارواکو سره ئې لیده کاته کړي ؤ چې البته پاکستان ته د حزب اسلامی د حکمتیار ډلې دمشردغه سفرپه افغانانو کې یو لړ غبرګونونه هم درلودلي وو .