په افغانستان کې الیکټرانیکی پيژندپاڼه دبدلیدو نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93842-په_افغانستان_کې_الیکټرانیکی_پيژندپاڼه_دبدلیدو_نه_ده
دافغانستان د ولسی جرګې غړو د الیکټرانيکي پيژندپاڼود بدلولو پلان تائيد کړی څو ددغو پيژندپاڼو ویش ودرول شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2020 10:14 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې الیکټرانیکی پيژندپاڼه دبدلیدو نه ده

دافغانستان د ولسی جرګې غړو د الیکټرانيکي پيژندپاڼود بدلولو پلان تائيد کړی څو ددغو پيژندپاڼو ویش ودرول شي .

 زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د  افغانستان د ولسمشرۍ  د چارو د ادارې عمومی مشرفضل فضلی  نن په یو لړ څرګندونو کې د الیکټرانیکي پيژندپاڼې  د بدلولو په پلان  چې د و لسی جرګې له خوا تائيد شوی ، په غبرګون ښودلو سره وئيلي دي ، د الیکټرانیک پیژندپاڼې  د ویشلو بهیر  د تیر په شان دوام لري  او غوښتونکي د ویش له مرکزونو پیژندپاڼې ترلاسه کولی شي .

 فضل   فضلي  زیاته کړې ، الیکټرانیک پيژندپاڼو د ویش په بهیر  کې  هیڅ ډول بدلون او ځنډول وجود نه لري . دافغانستان   د ولسی جرګې غړو  د الیکټرانيکي پيژندپاڼود بدلولو  پلان تائيد کړی څو ددغو پيژندپاڼو ویش ودرول شي . په دغه پلان کې په دغو پيژندپاڼو کې  د ملت او ملیّت  د لیکولو په باب کار شوی څو داختلافي موردونو په حل سره  ددغو پيژندپاڼو  د ویشلو  زمیننه   برابره شي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاؤ کې  په یوه فرمان کې په پيژندپاڼو کې  د دین ،ملت او ملیّت د ټکو د درجولو غوښتنه کړې  او دوه کاله مخکې  ئې هم  ددغو پيژندپاڼو  د ویشلو بهیر پیل کړی دی .