په افغانستان کې د طالبانو یو مهم کمانډراو ۱۸نور وسلوال ووژل شول
د افغانستان د جنګ جګړو او شخړو دختمولو او په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د سولې د ټينګولو لپاره د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې خبرې اترې دستمبر له دولسمې په قطر کې پيلیدونکي وې ،خو تر دې دمه ئې هیڅ داسې نښه نښانه نه ښکاري او دافغان ولس ترې نهیلی شوی دی .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ، د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د طالبانو یو مهم قوماندان او مسئول ملاشاولي د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کې دپوځ په عملیاتو کې وژل شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، ددغه هیواد هوائي ځواک په نادعلی ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په یوه پټنځاي سخته بمباري کړې چې له امله ئې ملاشاولي سره د څو ملګرو وژل شوی دی .
همداراز د بغلان د امنيې قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د افغان ځواک بیګا په بغلان ولایت کې د عملياتو پرمهال ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د جنګ جګړو او شخړو دختمولو او په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د سولې د ټينګولو لپاره د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې خبرې اترې دستمبر له دولسمې په قطر کې پيلیدونکي وې ،خو تر دې دمه ئې هیڅ داسې نښه نښانه نه ښکاري او دافغان ولس ترې نهیلی شوی دی .