امریکا نه غواړي د افغانستان بحران پاي ته ورسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93873-امریکا_نه_غواړي_د_افغانستان_بحران_پاي_ته_ورسیږي
د چین دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ، په افغانستان کې به امنیت د خبرواترو له پرمختګ پرته پوره نشي ، او بیجینګ د افغانانو له س ته د افغانستان د برخلیک دسپارلو له اصله ملاتړ کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2020 01:12 Asia/Kabul
  • امریکا نه غواړي د افغانستان بحران پاي ته ورسیږي

د چین دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ، په افغانستان کې به امنیت د خبرواترو له پرمختګ پرته پوره نشي ، او بیجینګ د افغانانو له س ته د افغانستان د برخلیک دسپارلو له اصله ملاتړ کوي .

ایرنا خبری اژانس  راپور ورکړ و دچین  خارجه وزارت ویندوی وانګ ون بین  پرون ناوخته  دامریکا په مستقیم مینځګړیتوب سره   په قطر کې  دکابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  د دغه هیواد د سولې خبرواترو ته په اشارې سره  وئيلي دي ، واشنګټن  ددغو خبرو کومې نتیجې ته په رسیدو کې هیڅ رغنده رول  نه لري .

 د چین دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ، په افغانستان کې  به امنیت د خبرواترو  له پرمختګ پرته  پوره نشي ،  او بیجینګ  د افغانانو له س ته د افغانستان د برخلیک  دسپارلو له  اصله ملاتړ کوي .

د امریکا په دباؤنو سره  دجنګ جګړو د تش په نامه ختمولو لپاره  د افغانستان د حکومت او طالبانوډلې ترمینځ ددغه هیواد دسولې خبرې اترې  په قطر کې  د ستمبر له دولسمې پيلیدونکي وې ،  خو  تر دې  د ایجنډا په سر  سلامشورې لا سر ته نه دي رسیدلي   او د افغانستان ولس دغو  خبرواترو کومې نتیجې د رسیدو په اړه نهیلی شوی دی . امریکا په دغو خبرواترو کې  مستقیم  دخالت لري .