په نیمروزکې د افغانستان تاریخي آثار له جدي خطرې سره مخ دي
نیمروز ولایت د افغانستان په جنوب لویدیځ کې ا و دایران او پاکستان په ګاونډيتوب کې واقع دی ا و د افغانستان یو تر ټولو کم نفوسه ولایت دی .
زمونږ خبریال دطلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ،د افغانستان دنیمروز ولایت د اطلاعاتو اوکلتورد برخې مشرعبدالغني حسن په دغه ولایت کې د زیاترو تاریخي او تمدني ځایونو د نابودۍ په باب خبرداری ورکړی .
عبدالغني حسن نن سهار په یولړ څرګندونو کې له سلګونو لرغونو ځایونو څخه یوازې د څلورویشتو ځایونو دنام وثبتیدا ته په اشار ې سره وئيلي دي ، ددغه ولایت دتاریخي ځایونو په کنډوالو باندې په بدلیدا سره به د زاړه سیستان څو زره کلن تمدن هم نابود شي .
د افغانستان د نیمروز ولایت ځاي چارواکو هم وئيلی دي ، د بودجې دنه شتون په علت دوي نه دي توانیدلي ، دغه تاریخي اولرغوني ځایونه مرمت او بیا ورغوي .
نیمروز ولایت د افغانستان په جنوب لویدیځ کې ا و دایران او پاکستان په ګاونډيتوب کې واقع دی ا و د افغانستان یو تر ټولو کم نفوسه ولایت دی .