د افغانستان دملی حاکمیّت په سر له هیچاسره ساز باز نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94026-د_افغانستان_دملی_حاکمیّت_په_سر_له_هیچاسره_ساز_باز_نه_کوو
دا لیده کاته په داسې حال کې شوي چې له یوه پلوه د طالبانو حملو زور اخستی او له بل پلوه دګلبدین حکمتیار په څير ځيني جګړه مار کسان هم په افغانستان کې وروستیو حالاتو ته په پام سره د موقتي حکومت د جوړیدا ډنډورې وهي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2020 12:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان دملی حاکمیّت په سر له هیچاسره ساز باز نه کوو

دا لیده کاته په داسې حال کې شوي چې له یوه پلوه د طالبانو حملو زور اخستی او له بل پلوه دګلبدین حکمتیار په څير ځيني جګړه مار کسان هم په افغانستان کې وروستیو حالاتو ته په پام سره د موقتي حکومت د جوړیدا ډنډورې وهي .

زمونږخبریال   دآریا نیوز خبری  آژانس له قوله  راپور راکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د کابل په ارګ کې  دملی مصالحې د لوړې شورا له مشر عبدا..عبدا..سره  د طالبانو ډلې د وروستیو حملو د زیاتیدا او دغه راز د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې اترې کړي ، او پتيّلي ئې ده چې  د هیواد د واکوالۍ او  د اساسی قانون د  حاکمیّت  په سر له هیچا سره  هیڅ ډول سازباز نه کوي .

د طالبانو د څملو پراختیا،په کابل او ځينو نوروښارونو کې دومدارې چاودنې ،په قطر کې د روغې جوړې د خبرواترو بندون او په وړاندې ئې چلنجونه ، د ملی مصالحې د عالی شورا دغړو نیمګړي پاتیکیدا، تهران ته د   عبدا...  وروستی سفر  او له لوړپوړو ایرانیو چارواکو سره دهغه لیده کاته، د اشرف غني او عبدا... عبدا...د لیدوکاتو د ترټولو مهمې موضوعګانې وې.

Image Caption