په درست افغانستان کې ۶۰۰ښونځي دبشپړتیا په حال کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94035-په_درست_افغانستان_کې_۶۰۰ښونځي_دبشپړتیا_په_حال_کې_دي
دم ګړۍ په درست افغانستان کې کابو نهه میلیون زده کونکي زده کړې کوي چې په هغو کې په زرګونو زده کونکي په پرانیستي فضا کې کلاسونه اخلي او د ښونې هیڅ ډول امکانات نه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2020 03:13 Asia/Kabul
  • په درست افغانستان کې ۶۰۰ښونځي دبشپړتیا په  حال کې دي

دم ګړۍ په درست افغانستان کې کابو نهه میلیون زده کونکي زده کړې کوي چې په هغو کې په زرګونو زده کونکي په پرانیستي فضا کې کلاسونه اخلي او د ښونې هیڅ ډول امکانات نه لری .

 زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د افغانستان د  زده کړې او معارف وزارت سرپرستې رینګینه حمیدي  هرات ولایت ته په سفر  کې وئیلی دي ، په درست افغانستان کې کابو شپږ سوه  ښونځي  دبشپړتیا په حال کې دي چې  له  هغو  اوه نوي  له دغه هرات ولایت سره اړه لري.

 میرمن حمیدي  وئیلي دي ،دم ګړۍ د  دوه زره څلور سوه بابه ښونځيو جوړیدا  په وروستیو مرحلو کې ده . 

 داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان ولسمشر اشرف غني  له دې مخکې  د شپږ سوه ښونځیو د جوړولو ژمنه کړې  وه چې  مسئولیّت به ئې د احیاء او  انکشاف  د وزارت په غاړه وي . .

دم ګړۍ  په درست افغانستان کې  کابو نهه میلیون زده کونکي زده کړې کوي  چې  په هغو کې په زرګونو زده کونکي په پرانیستي فضا کې  کلاسونه اخلي  او د ښونې هیڅ  ډول امکانات  نه لری  .