د کابل ترهګرې حملې ته غبرګونونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94051-د_کابل_ترهګرې_حملې_ته_غبرګونونه_دوام_لري
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت طالبان او حقاني ترهګره ډله د کابل د پرونۍ ترهګرې چاودنې ذمه وار وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2020 03:53 Asia/Kabul
  • د کابل ترهګرې حملې ته غبرګونونه دوام لري

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت طالبان او حقاني ترهګره ډله د کابل د پرونۍ ترهګرې چاودنې ذمه وار وبلل.

د افغانستان د داخله وزارت ویاند طارق آرین پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې دغه ترهګره حمله په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې روانو خبرواترو ته تاوان رسوي.

په عین حال کښې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ویاند صدیق صدیقي هم په پلازمینې کابل کښې شوې پرونۍ چاودنه وغندله.

یاده دې وي چې پرون سهار په کابل کښې د بم په چاودنه کښې د طلوع نیوز مشهور افغان خبریال او اینکر یما سیاوش په شمول درې کسان وژل شوي دي.

د دغې ترهګرې چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.