په افغانستان کې امنیتی وضعیَت تر خطرناک حده رسیدلی دی
ځيني هیوادونه د افغانستان په ناکراریو کې رول لري چې باید د کرغیړن رول لوبونې په ځاي کې دې د افغان ولس په روغې جوړې کې ورسره مرسته وکړي او د وسلوالو ترهه ګرو او اړۍ ګړۍ جوړونکو له ملاتړه دې لاس واخلي .
آریا نیوز خبری آژانس راپورورکړی ، د افغانستان د حزب اسلامی د شوراګانو ټولنې غړو پرون دافغانستان په کابل کې په یوه سیمنار کې وئيلي دي ، په دوحې کې دطالبانو او افغانانو ترمینځ د سولې دخبرواترو په پيلیدا سره په دغه هیواد کې د پوځيانو او عامو خلکو مرګ ژوبلې لازیاتې شوي دي.
په دغې غونډې کې ګډون کونکو په افغانستان کې دجنګ له ښکیلو لورو غوښتي دي ، جنګ دې ختم کړي او پر افغان ولس دې سوله ولوروي .
ددغه سیاسی بهیر غړي مدعي شوي ، چې ځيني هیوادونه د افغانستان په ناکراریو کې رول لري چې باید د کرغیړن رول لوبونې په ځاي کې دې د افغان ولس په روغې جوړې کې ورسره مرسته وکړي او د وسلوالو ترهه ګرو او اړۍ ګړۍ جوړونکو له ملاتړه دې لاس واخلي .