په کابل پوهنتون دحملې پلانونکی هلاک او بل هم نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94232-په_کابل_پوهنتون_دحملې_پلانونکی_هلاک_او_بل_هم_نیول_شوی_دی
په افغانستان کې نښتې او اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ دسولې په موافقې پسې او دغه راز د سولې په اړه د بین الافغاني خبرواترو دپیلیدا هیلې نوره پیکه شوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2020 09:51 Asia/Kabul
  • په کابل پوهنتون  دحملې پلانونکی هلاک او بل هم نیول شوی دی

په افغانستان کې نښتې او اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ دسولې په موافقې پسې او دغه راز د سولې په اړه د بین الافغاني خبرواترو دپیلیدا هیلې نوره پیکه شوي

زمونږ خبریال  له کابله راپور راکړ، د  افغانستان د  ولسمشر لومړی مرستیال امر ا... صالح  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،  د کابل پوهنتون  باندې یرغل کونکی یو  جنایتکار   احمد چې  له جنایته وروسته پکتیا ولایت ته تللی او تر تعقیب لاندې ؤ ،  له افغان امنیتی مامورانو سره په نښتې کې هلاک شوی دی  او دغه راز   ددغې حملې دریم پلانونکی هم نیول شکی دی .

 د افغانستان  امنیتی ځواک څو ورځې مخکې  د کابل په پوهنتون  د ترهه ګرې حملې اصلي پلانونکی  عادل  نیولی ؤ .

 دوه اونۍ مخکې  په کابل پوهنتون  په ترهه ګرې حملې کې  کابو څلورویشت بې ګناه کسان چې زیاتره ئې محصیلین وو ، وژل شوي او  څلویښت نور هم ټپیان شوي  وو .

په افغانستان کې نښتې او اړۍ ګړۍ په داسې حال کې په زیاتیدا دي چې  په قطر کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ  دسولې په موافقې پسې او دغه راز د سولې په اړه  د بین الافغاني خبرواترو  دپیلیدا هیلې نوره پیکه شوي  او د افغانستان د جنګ  ښکیل لوري ددې په ځاي  چې د افغانانو ژوند ورته اهمیّت ولري ،  له یوه بله د امتیاز په اخستو پسې د بې ګناه افغانانو وینه تویوي .