د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ هم د طالبانولاس ته ورغله
خو د کندوز د والي ویندوي عصمت ا... مرادي ددشت ارچي ولسوالۍ نسکوریدا رد کړې او وئيلي ئې دي ، نن سهار طالبانو په دغې ولسوالۍ حمله کړې چې د افغان ملی اردو په کلک مقاومت سره ئې دغه حمله له ماتې سره مخ شوي او د ملی اردو اوامنیتی ځواک مقاومت هماغه راز دوام لري .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړد افغانستان د کندوز ولایتي شورا مشرمحمد یوسف ایوبي وئيلی دي ،نن سهار د افغانستان پوځي ځواک له دشت ارچي ولسوالۍ وتلی او ددغې ولسوالۍ مرکز دطالبانو ډلې په منګولو کې لویدلی دی .
په عین حال کې د کندوز د والي ویندوي عصمت ا... مرادي ددشت ارچي ولسوالۍ نسکوریدا رد کړې او وئيلي ئې دي،نن سهار طالبانو په دغې ولسوالۍ حمله کړې چې د افغان ملی اردو په کلک مقاومت سره ئې دغه حمله له ماتې سره مخ شوي او د ملی اردو اوامنیتی ځواک مقاومت هماغه راز دوام لري .
په دغې نښتې کې وئيل کیږي ، اته وسلوال طالبان وژل شوي او دیارلس نور هم ټپيان شوي دي . البته راپورونه د درو افغان عسکرو د وژل کیدو او درو نورو د ټپي کیدو خبر هم ورکوي .