ننګرهار کی پولیسو زیاته نیول شوی وسله ډایاک پروګرام ته وسپارله
، له دغو وسلو سره پولیسو ۹۴ تنه هم نیولي چې د وروستو اجراتوپه موخه یې عدليې او قضایی ادارو ته سپارلي دي .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار مرستیال والي ببرک میاخیل ددغه ولایت د امنیې قوماندان جنرال غلام سنایی ستانکزي سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل پولیسو په بېلابېلو عملیاتوکې نیول شوې ۳۱۷ میله ډول ډول سپکه او درنه وسله د ډایاک پروګرام مسولینوته وسپارله مرستیال والي وویل ، له دې وسلو سره پولیسو ۹۴ تنه هم نیولي چې د وروستو اجراتوپه موخه یې عدليې او قضایی ادارو ته سپارلي دي . په ختیزو ولایتونوکې د ډایاک یا له غیر مسولو وسله والو څخه دوسلو راټولولو د پروګرام مشر ډګروال محمد حسن وایي دننګرهار امنیه قوماندانی تر دی وړاندی هم سلګونه میله سپکه اودرنه وسله د ډایاک پروګرام مسولانو ته سپارلې وه. نوموړي وویل دا وسلې به د تخنیکی چک او معاینې وروسته افغا ن امنیتي ځواک ته وسپارل شي.