ننګرهار کی پولیسو زیاته نیول شوی وسله ډایاک پروګرام ته وسپارله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94264-ننګرهار_کی_پولیسو_زیاته_نیول_شوی_وسله_ډایاک_پروګرام_ته_وسپارله
، له دغو وسلو سره پولیسو ۹۴ تنه هم نیولي چې د وروستو اجراتوپه موخه یې عدليې او قضایی ادارو ته سپارلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2020 11:20 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی پولیسو زیاته نیول شوی وسله ډایاک پروګرام ته وسپارله

، له دغو وسلو سره پولیسو ۹۴ تنه هم نیولي چې د وروستو اجراتوپه موخه یې عدليې او قضایی ادارو ته سپارلي دي .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار مرستیال والي ببرک میاخیل ددغه ولایت د امنیې قوماندان جنرال غلام سنایی ستانکزي سره په یوې ګډې خبري  ناسته کې وویل پولیسو په بېلابېلو عملیاتوکې نیول شوې ۳۱۷ میله ډول ډول سپکه او درنه وسله د ډایاک پروګرام مسولینوته وسپارله  مرستیال والي وویل ، له دې وسلو سره پولیسو ۹۴ تنه هم نیولي چې د وروستو اجراتوپه موخه یې   عدليې او قضایی ادارو ته سپارلي دي . په ختیزو ولایتونوکې د ډایاک یا له غیر مسولو وسله والو څخه دوسلو راټولولو د پروګرام مشر ډګروال محمد حسن وایي دننګرهار امنیه قوماندانی تر دی وړاندی هم سلګونه میله سپکه اودرنه وسله د ډایاک پروګرام مسولانو ته سپارلې وه. نوموړي وویل دا وسلې به د تخنیکی چک او معاینې وروسته افغا ن امنیتي ځواک ته وسپارل شي.

Image Caption
Image Caption