د افغانستان خلکو د عمران خان پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94324-د_افغانستان_خلکو_د_عمران_خان_پرضد_مظاهرې_وکړې
تسنیم خبري اژانس وايي افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر سره په یووخت د دغه هیواد د ځینو ولایتونو خلکو د دغه سفر پرضد مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2020 10:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلکو د عمران خان پرضد مظاهرې وکړې

تسنیم خبري اژانس وايي افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر سره په یووخت د دغه هیواد د ځینو ولایتونو خلکو د دغه سفر پرضد مظاهرې وکړې .

د افغانستان د خوست خلکو پرون کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر او د کابل له لوړرتبه چارواکو سره د هغه د کتنې په وخت اسلام اباد د افغانستان په وړاندې په دوه ګوڼه کړچار تورن کړ .

مظاهره چیانو په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا غوښتنه وکړه .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون افغانستان ته سفر وکړ او له ولسمشر اشرف غني سره یې کتنه وکړه او په قطر کښې د سولې د خبرو اترو د بهیر او د دوه اړخیز اړیکو په هکله یې خبرې وکړې .