داعش د کابل د پرونیو بریدونو پړه ومنله
Nov 22, 2020 01:53 Asia/Kabul
داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په پلازمینې باندې د پرونیو راکټي بریدونو مسئولیت په غاړه واخیسته.
له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې، داعش تکفیري ډلې ویلي چې د کابل ښار په مختلفو سیمو باندې راکټي حملې د دې ډلې د کسانو کار دی.
په عین حال کښې طالبانو پرون په دغو بریدونو کښې لاس لرل رد کړي وو.
پرون یعنې د شنبې په سهار د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په مختلفو سیمو باندې ۲۳ توغندي ولګیدل چې له امله یې اته کسان مړه شوي او څه باندې دیرش کسان هم زخمي شوي دي.
ټیګونه