د قطر د خبرواترو بندون ختم شوی نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94403-د_قطر_د_خبرواترو_بندون_ختم_شوی_نه_دی
څو ورځې مخکې په افغانستان کې ځينو خبری سرچینو وئيلي وو ،چې د دوحې دخبرواترو بندون ختم شوی دی او د افغانستان حکومت له خپلو دریځونو څخه په شاتګ سره دامریکا او طالبانوډلې د موافقې اساس ګرځول منلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2020 11:26 Asia/Kabul
  •   د قطر د خبرواترو بندون ختم شوی نه دی

څو ورځې مخکې په افغانستان کې ځينو خبری سرچینو وئيلي وو ،چې د دوحې دخبرواترو بندون ختم شوی دی او د افغانستان حکومت له خپلو دریځونو څخه په شاتګ سره دامریکا او طالبانوډلې د موافقې اساس ګرځول منلي دي .

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،د افغانستان د ولسمشر ویندوي صدیق صدیقي نن په یوه ټولنیز پیغام کې د قطرپه دوحې کې د افغانستان د سولې د خبرواترو د بندون دختمیدا په باب دځينو رسندویو  راپورونه  ګمراه کونکي بللي او روښانه ئې کړې ده ،دا موضوع هیڅ حقیقت نه لري .

صدیقي زیاته کړې ده ، په خبرواترو کې د پرمختګ په بڼه کې به د افغانستان د حکومت مرکچي ټیم دا په رسمي توګه  په رسندویو کې اعلان کړي .

 څو ورځې مخکې  په افغانستان کې ځينو خبری سرچینو وئيلي وو ،چې د دوحې  دخبرواترو بندون ختم شوی دی  او د افغانستان حکومت له خپلو دریځونو څخه په شاتګ سره  دامریکا او طالبانوډلې   د موافقې اساس ګرځول منلي دي .

 دغه خبر له دې وروسته خپور شوی چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  دوحې ته سفر کړی ؤ او د دواړو لورو له مرکچي ټیمونو سره ئې لیده کاته کړي  دي . 

د دوحې د سولې خبرې اترې د روان کال د وږي د میاشتې په ۲۲نیټه  پیل شوي  او تر دې د مه  دوام لري،اصلی اختلاف  له هغه ځایه پیل شوی  طالبانوډلې په خبرواترو کې د حنفي فقې  او   له امریکا سره د سولې د موافقې  په اساس ګرځولو ټينګار  وکړ .