افغانستان کښې د بلخ د پولیسو قومندان ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94441-افغانستان_کښې_د_بلخ_د_پولیسو_قومندان_ووژل_شو
نامعلومو وسله والو د افغانستان په بلخ ولایت کښې د پولیسو قومندان ووژه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2020 09:47 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د بلخ د پولیسو قومندان ووژل شو

نامعلومو وسله والو د افغانستان په بلخ ولایت کښې د پولیسو قومندان ووژه

له کابله زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل نن وویل: نامعلومو وسله والو د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د ځايي پولیسو قومندان امیر ګل د دغه ولایت په مرکز مزار شریف ښار کښې په ډزو ووژه او وتښتیدل.

په عین حال کښې د افغانستان په سویل کښې د پوځ قومندانۍ ویلي چې پنځلس تنه طالب وسله وال د قندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کښې د ملي اردو د ځواکونو په ځوابي حمله کښې وژل شوي او څلور تنه نور یې ژوبل شوي دي.

دغه نښته هغه مهال رامینځته شوه چې طالبانو په دغې ولسوالۍ کښې د ملي اردو د ځواکونو پر پوسټې حمله وکړه.

یو بل خبر دا چې نامعلومو وسله والو په شمالي ولایت تخار کښې د یوې ښځې په شمول درې تنه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

د تخار پولیسو د دې خبر په ورکولو سره زیاته کړه چې پر یادو کسانو د بلخ ولایت په فرخار ولسوالۍ کښې ډزې وشوې او بریدګر هم نه دي پيژندل شوې.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د یو ماین ښخونکي ترهګر د نیولو خبر ورکړ. دغه کس هغه مهال ونیوې شو چې نیت یې درلود په یوې ګاډۍ کښې ایښودل شوي درې کړۍ ماینونه د جلال آباد ښار په یوې سیمې کښې وچاودوي.