طالبانو له امریکې سره د جنګ د دوام خبردارې ورکړ
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند خبردارې ورکړ چې که د جو بایډن حکومت د دې ډلې او واشنګټن ترمینځ موجوده موافقه ونه مني نو د امریکې خلاف د طالبانو جنګ به بیا پيل شي او له افغانستانه د هغوي تر وتلو پورې به دوام ولري.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې محمد نعیم د طالب ډلې او امریکې ترمینځ د صلحې موافقې او د جوبایډن نوي حکومت ته په اشارې سره مدعي شو چې د صلحې موافقه به په افغانستان کښې جنګ ودروي او دغه موافقه له ډونلډ ټرمپ سره نه بلکې د امریکې له حکومت سره شوې ده.
هغه د افغانستان د جګړې د رواوالي په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې هم ادعا وکړه چې په دغه هیواد کښې د اسلامي نظام تر راتلو او د بهرنیانو د نیواک تر ختیدو پورې به جنګ دوام ولري.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په دوحه کښې بین الافغاني خبرواترو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې مرکچي ټیمونو یولړ ملاقاتونه کړي دي خو تراوسه کومې موافقې ته نه دي سره رسیدلې.