د طالبانو او د افغان دولت د موافقې څخه د ایران هرکلی
د ایران د خارجه وزارت ویندویي د مذاکراتو د څرنګوالي په هکله د افغانستان د دولت او طالبانو د موافقې هرکلی وکړ.
د افغانستان د دولت او طالبانو ډلې د سولې خبرې اترې، چې د ستمبر په دولسمه په رسمي توګه پېل شوې وې له یو لړ خنډونو سره مخامخ وې خو دواړو لورو اوس د مذاکراتو د چوکاټ د نهایي کېدلو خبر ورکړی دی.
د ایران د خارجه وزارت ویندویي سعید خطیب زاده نن د وروستۍ موافقې په هرکلي سره هیله وکړه چې د اوربند د ټینګېدو په هدف سره چې د افغانستان د خلکو عمومي غوښتنه ده د خبرو اترو پېل، د یوې نهایي موافقې د حاصلېدو او په دغه هېواد کې د پایداره سولې او قراري د ټینګېدو سبب شي.
خطیب زاده همداراز په افغانستان کې له سوله ایزې حل لارې او په دغه هیواد کې د ارامښت او امنیت له راتللو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ.