د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار:
د مذاکراتو موخه له حکومت سره د طالبانو یوځاې کول دي
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار د صلحې د مذاکراتو د بهیر هدف د اشرف غني له حکومت سره د طالبانو یوځاې کول وبلل
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار د صلحې د مذاکراتو د بهیر هدف د اشرف غني له حکومت سره د طالبانو یوځاې کول وبلل
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار حمد الله محب د منامې د خبرواترو په شپاړسمه غونډه کښې وویل: په قطر کښې د طالبانو په ګډون سره د صلحې د بهیر موخه، له حکومت سره د طالب ډلې د یوځاې کولو لپاره د یوې سیاسي حل لارې رامینځته کول دي.
ښاغلي محب دا خبرې په داسې حال کښې کړې دي چې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند جګ پوړي چارواکي یونس قانوني په دې وروستیو کښې ویلي وو چې طالبان په قدرت کښې ۷۵فیصده ونډه غواړي خو حکومت یې نه مني.
له دې مخکښې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په اوسني نظام کښې د طالبانو د شاملیدو غوښتنه کړې وه او له ملګرو ملتو یې غوښتي وو چې د دغې ډلې د اسلامي امارت په نوم حکومت د بیاجوړیدو مخنیوې دې وشي.