۵زره طالب بندیانو دافغانستان له سولې سره هیڅ مرسته نه ده کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94699-۵زره_طالب_بندیانو_دافغانستان_له_سولې_سره_هیڅ_مرسته_نه_ده_کړې
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېیر راس وېلسن په یوه انلاین کنفرانس کې ویلي وو، طالبان دنورو اوه زره بندیانو دخوشي کولو غوښتنه هم لري . هغه په لاسوهونکو څرګندونو کې وئيلي دي تاسو یعني دکابل حکومت باید د طالبانو درستې غوښتنې ومنئ څو له امریکا سره شوي موافقه په بشپړ ډول اجرا شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 08, 2020 12:36 Asia/Kabul
  •   ۵زره طالب بندیانو دافغانستان له سولې سره هیڅ مرسته نه ده کړې

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافېیر راس وېلسن په یوه انلاین کنفرانس کې ویلي وو، طالبان دنورو اوه زره بندیانو دخوشي کولو غوښتنه هم لري . هغه په لاسوهونکو څرګندونو کې وئيلي دي تاسو یعني دکابل حکومت باید د طالبانو درستې غوښتنې ومنئ څو له امریکا سره شوي موافقه په بشپړ ډول اجرا شي .

زمونږ خبریال  دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوي رحمت ا...اندړ د طالبانو له خوا د نورو اوه زره بندیانو دخوشي کولو په باب دغوښتنې په غبرګون کې  وئيلي دي ،  د څه دپاسه پنځه زره طالب بندیانو خوشی کیدا  نه یوازې  د سولې له بهیر سره کومه مرسته نه ده کړې ،بلکې   حکومت  ئې  هم له سختو نیوکو سره مخامخ کړیدی . .  هغه وئيلي ځکه چې  ډیری طالب بندیان  بیرته د جنګ ډګر ته  وارد شوي  او د افغانستان د ملی امنیت ځواک او ملی اردو په ضد جنګیږي . 

وړمه شپه   په کابل کې د امریکا  د سفارت شارژدافېیر راس وېلسن په یوه انلاین کنفرانس کې ویلي وو، طالبان  دنورو اوه زره بندیانو دخوشي کولو غوښتنه هم لري . هغه په لاسوهونکو څرګندونو کې وئيلي دي تاسو یعني دکابل حکومت  باید د طالبانو درستې غوښتنې ومنئ څو له امریکا  سره شوي موافقه په بشپړ ډول اجرا شي .

د نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو تېره شنبه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې وکړې، خو د دغو خبرو زیات جزییات نه دي خپاره شوي.

داپه داسې   حال کې دي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وئيلي ، دوی د امریکا او طالبانو ترمینځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې د خپلو پاتې بندیانو خوشې کېدل غواړي.