په افغانستان کښې د صلحې په تامینولو کښې د ایران رول
سید عباس عراقچي پرون په کابل کښې له عبدالله عبد الله سره ملاقات کړی دی.
د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د تهران او کابل د اړیکو په هکله صلاح مشورې وکړېپه دغه کتنه کښې دواړو لورو په دوحه کښې د صلحې د خبرواترو او په کښې د شوي پرمختګ او په افغانستان کښې د صلحې په تامنیدو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د رول او هم داشان د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر عبد الله عبد الله په دغې کتنې کښې له خپل هیواد سره د ایران د ملګرتیا او د صلحې له بهیره یې د ملاتړ قدرونه وکړه.
د ایران د خارجه وزیر مرستیال له دې مخکښې د افغانستان له مرستیال خارجه وزیر میرویس ناب او د دغه هیواد د ملي امنیت له صلاحکار حمد ا... محب سره کتنه او خبرې اترې کړې وې.
د اوږدمهاله ملګرتیاؤ جامع سند، د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې مذاکرات او داسې نور مهم مسایل په کابل کښې د سید عباس عراقچي د پرونیو صلاح مشورو نور چورلیزونه وو.