د افغانستان ۵۷ فیصده خلک د صلحې له مذاکراتو هیله لري
د افغانستان د جنګ او صلحې د انسټیټیوټ د نظرپوښتنې له مخې، ۵۷ سلنه افغانان په دوحه کښې د صلحې د خبرواترو نتیجې او له امله یې د پایداره امنیت ټینګیدو ته هیله مند دي.
د افغانستان د جنګ او صلحې د انسټیټیوټ د نظرپوښتنې له مخې، ۵۷ سلنه افغانان په دوحه کښې د صلحې د خبرواترو نتیجې او له امله یې د پایداره امنیت ټینګیدو ته هیله مند دي.
طلوع نیوز خبر ورکړې چې د دغې نظرپوښتنې له مخې د افغانستان ۱۵ فیصده خلک د دغو مذاکراتو د ګټه ور والي هیله نه لري خو د ۷۵ سلنه افغانستانیانو غوښتنه په دوحه کښې د صلحې په خبرواترو کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د حکومت کوشش دی.
په یادې نظرپوښتنې کښې څه باندې ۵۵ فیصده ګډونوالو د قدرت برابر ویش صلحې ته د رسیدو ترټولو غوره لاره بللې او له ۶۳ فیصده زیاتو نظر ورکونکو له طالبانو سره د صلحې نه پس د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منحلیدو سره مخالفت کړی دی.
په دغې نظرپوښتنې کښې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په پرتله کښې د صلحې په بهیر کښې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبد ا... عبد ا... رول مثبت بلل شوی دی.
د افغانستان خلک له کلونو راهیسې له جنګونو او وینې بهیدنې کړیږي او له ناامنیو او له اندیښنه له ډک ژونده پوزې ته راغلې دي.