عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ایرنا د راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو پراختیا، د سیمه ایزو همکاریو او د اقتصادي ودې په ډګر کې مهم وباله او زیاته یې کړه چي تهران د افغانستان د سولی له پروسې څخه ملاتړ کوي.
عراقچي د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له پاملرنې څخه مننه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم په دې لېدنه کې د کابل او تهران تر مینځ په مختلفو ډګرونو کې همکاریو ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ګدې هڅې د افغانستان د سولي د خبرو د بریالیتوب په موخه د سیمه ایزي اجماع د رامینځ ته کولو لپاره مهم وباله او په افغانستان کې د دایمي سولي تر راتګ او په سیمه کې د اقتصادي ودې تر رامینځ ته کېدو پوري د یادو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.