په غزني کې (۳۰) تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94810-په_غزني_کې_(۳۰)_تنو_وسله_والو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې
زمونږخبریال وايي د افغانستان د غزني ولایت سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د (۳۰) تنو وسله والو دمرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2020 09:50 Asia/Kabul
  • په غزني کې (۳۰) تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زمونږخبریال وايي د افغانستان د غزني ولایت سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د (۳۰) تنو وسله والو دمرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.

د دې ولایت د والي ویاند واحدلله جمعه زاده وایي چې تیره ورځ ناوخته وسله والو مخالفینو غوښتل چې دغزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د (ملانوح بابا) په سیمه کې دافغان ځواکونو پر هغو بیزونو ډله ایز بریدونه وکړي چې دری ورځي وړاندې یې غوښتل د دوو موټربمونو تر بریدونو لاندې روالي ، چې دافغان ځواکونو دهوايي او ځمکني له بریدونو سره مخ شول چې په ترڅ کې یې (۱۸) تنه وسله والو ووژل شول او (۱۲) تنه ټپیان شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

دیادولو وړ ده چې دوې(۲) اونۍ  وړاندې دغزنی مرکز اړوند د (قلعه جوز ) په سیمه کې د ملې اردو پر کنډک دهاموې ټانګ په وسیله یو موټر بم برید ترسره شو چې لسګونو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.