د افغانستان د سولې په خبرو کښې ښځې ګډون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94878-د_افغانستان_د_سولې_په_خبرو_کښې_ښځې_ګډون_کوي
اناتولي خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرو په بهیر کښې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2020 08:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې په خبرو کښې ښځې ګډون کوي

اناتولي خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرو په بهیر کښې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ .

هغه په کابل کښې د افغانستان د سولې په بهیر کښې د ښځو د ګډون د دودولو په کانفرنس کښې وویل د سولې په خبرو کښې به ښځې مهم رول ولري .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل په ټاکلي نیټه به د اساسي موضوعګانو د خبرو اترو دوهم (۲) پړاو پیل شي او له طالبانو ډلې سره د کابل د حکومت د سولې په خبرو کښې به یوه(۱) اساسي موضوع اوربند وي .

د افغانستان خلک کلونه کلونه کیږي چې هره ورځ په هیواد کښې د جنګونو او د  وینې د تویدا کتونکي دي او هغوې له نامنۍ او اندیښنې سره یوځای له ژونده ستړي شوي دي .

د افغانستان د سولې خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې(۱۲) نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي دي خو تراوسه د کابل حکومت او طالبان د خبرو اترو د اجنډا په هکله موافقې نه دي رسیدلي او خلک د جنګ د ختمیدا لپاره ناهیلي شوي دي .

امریکا د افغانستان د سولې په خبرو کښې نیغ په نیغه لاسوهنه کوي او کارړنګونه کوي چې په دغه هیواد کښې جنګ ختم نشي او  سوله ټینګه نشي .