د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر
حکومت دې د هدفي بریدونو مخه ونیسي
Dec 24, 2020 04:15 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) د مشر یوسف رشید د وژل کېدو غبرګون کې ویلي، چې امنیتي بنسټونه باید د هدفي بریدونو مخنیوی وکړي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ترهګرو ډلو په دې وروستیو کې د ژورنالیستانو، مدني فعالانو او نورو عامو وګړو د ترور لړۍ پیل کړې ده او په خبره یې، دا چاره نور خلګو ته د منلو نه ده او د افغان دولت له امنیتي ادارو یې غوښتنه کړې ده چې باید ژر تر ژره د دې بریدونو مخنیوی وکړي.
د یادونې ده چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید پرون د کابل ښار په اتمه ناحیه کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.
ټیګونه