د وروستیو بریدونو عاملینو په پیدا کولو د افغانستان د ولسمشر ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95057-د_وروستیو_بریدونو_عاملینو_په_پیدا_کولو_د_افغانستان_د_ولسمشر_ټینګار
د افغانستان ولسمشر د امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي پېښو عاملین پیدا او مجازات کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2020 08:16 Asia/Kabul
  • د وروستیو بریدونو عاملینو په پیدا کولو د افغانستان د ولسمشر ټینګار

د افغانستان ولسمشر د امنیتي او دفاعي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو تروریستي پېښو عاملین پیدا او مجازات کړي.

ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې له امنیتي او اطلاعاتي ادارونو غوښتنه وکړه چې د وروستي بریدونو چې خلک یې قهر کړې، د عاملینو د نیولو لپاره هڅې وکړي.

د افغانستان دې لوړ پورې چارواکي د بې ګناه خلکو په وژنې او د هدفي بریدونو په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: دغه هدفمند بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د دیموکراسۍ، جمهوریت او بیان د ازادۍ رسا غږ دي او د افغانستان حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي.

اشرف غني امنیتي او اطلاعاتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ورته پېښو د مخنیوي په موخه له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړي.